IQNA

د  استاد عبایی په رحلت پسې د اردن قرآڼی مخکښ د تسلیّت پیغام

9:54 - April 10, 2025
د خبر لمبر: 3490937
ایکنا – د اردن  غوره قرآنی مخکښ او قاضي شیخ سمیح خالد احمد عثامنه ، د ایران د قرآنی  استاد عبدالرسول عبایی په مړینې پسې تسلیت ووایه.

په اردون کې  دمصحفونو د بیا کتنې د کمیټې مشر او ددغه هیواد  قرآنی مخکښ او فعال شیخ سمیح احمد خالد عثامنه  ایکنانیوز ته په خصوصي پیغام کې ،  دخادم القرآن عبدالرسول عبایی د رحلت په باب تسلیّت ووایه.

د خالد عثامنه د  تسلیّت د پیغام متن  ستاسو خدمت ته هم و ړاندې کیږي.

د  مونږ ګران او قدرمن استاد عبدالرسول عبایی وفات په مناسبت،چې زیاتره عمر ئې  دخداي  دکتاب او د قرآن د مینه والو د خدمت په لاره کې تیر کړ،  د ایران د اسلامی جمهوریت  ملت او قرآني ټولنې  ته تسلیّت عرض کوم،خدای تعالی دې پر هغه رحمت ، برکتونه او آسانتیاوې نازلې کړي.

مونږ ټول له خداي لره یوو  او د هغه وآخوا ته به بیرته ګرځو. پرورګار عالم دې هغه وبخښي   او ورباندې دې رحمتونه نازل کړي  او  په جنت الفردوس کې دې ورته لوړ ځائیګی نصیب کړي،وړ ده ې  په جنت کې په ترټولو ښه ځائيګي او آرامښت  کې ځائيګی ومومي . خداوندمتعال  دې مونږ ټولو ته اجر جزیل راپه برخه کړي.

 خادم القرآن او عترت او د ایران  یو قرآنی مخکښ ، عبدالرسول عبایی پرون سهار  د وري د میاشتې په شلمه   د قرآن کریم په ډګر کې د فعالیت له یوه عمر تیرولو وروسته  حق ته لبیک ووئيل.

استاد عبایی په ۱۳۲۴ لمریز کال کې  په کربلا معلی ښار کې زیږیدلی ؤ. خدای بخښلی  عبایی  په ۱۳۸۴لمریز کال کې  او د قرآن کریم  د خادمانو  د  ستاینې په څوارلسم سمینار کې  د قرآن د غوره خادم په توګه  معرفي او د وخت دو لمسشر په شتون سره وستایل شو.

هغه ۱۳۶۴ کال څځه  د قرآن کریم د  هیواد او نړۍ  د سیالیو  قضاوت ډګر ته وارد شو او دغه شتون تر ۱۳۹۷لمریز کال پورې  چې  د استاد د ناروغه کیدا  د پيل وخت ؤ،  دوام درلود. هغه په دغې مودې کې  دوه ځله  د ملایشیا هیواد دقرآن د نړیوالو سیالیو د قاضیانو په ډلې کې شتون درلود چې په دغو سیالیو کې  د یوه ایراني ترټولو لوي شتون ؤ او د هغه د قاضي  په توګه تجروبه  کړې دی.

دغه خدای بخښلی قرآنی مخکښ  په دوامدارو کلونو کې  د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو  د  قاضیانو د پلاوي مشر په توګه شتون درلودلی دی.

ایکنانیوز قرآنی نړیوال خبری آژانس  هم ددغه غوره استاد د رحلت په مناسبت  د  هغه  کورنۍ او قرآني ټولنې ته تسلیت وړاندې کوي. 

  https://iqna.ir/fa/news/4275508

captcha